د افغانستان د کانونو او پانګونې شورا معلومات ښيي، چې ۳۷ سلنه افغانانو ته خصوصي سکټور د کار زمینه برابره کړې ده. د دې شورا غړي وايي، چې که د افغانانو د حرفوي او عصري زده کړو کیفیت لوړ وي لا هم فرصتونه شته چې د بې کارۍ کچه ورسره را ټیټه شي. دا خبرې د اتصالاتو مخابراتي شبکې له لوري هغې غونډې کې وشوې چې، د ښځو د ظرفیت لوړولو په موخه جوړه شوې وه. په غونډه کې د اتصالاتو مخابراتي شبکې رییس وویل، چې افغانستان کې یې د زیاتو میرمنو او ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو تر څنګ ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي دي.