سیګار پخپل وروستي راپور کې په افغانستان کې د راتلونکې سیاسي بې ثباتۍ او همدا راز سولې په اړه خبرې کړې وې. تر څنګ یې په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت هم څېړلی و. د سیګار مشر جان سوپکو وايي سره له دې چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګري لوړه شوې ده، خو دغه سوداګري تر ډېره د امریکا په سبسایډۍ باندې چلېږي. دده په خبره ډېرې پیسې او د لېږد لګښت یې امریکا منلی نو که دغه لګښت ور نه کړل شي، د هوايي دهلیزونو له لارې روانه سوداګري په ټپه درېدلی شي. خو د سوداګرۍ وزارت وایي د هوايي دهلیزونو له لارې د افغانستان سوداګري بریالۍ ده او په دې اړه د سیګار راپور ناسم دی.