له کندهار څخه د ۱۸۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۲۴ زره ټنه وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې، چې د تېر په پرتله په کې ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بينا ویلي، چې تېر کال له کندهاره بهر ته د وچې او لندې مېوې په صادراتو کې ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.
نوموړي زیاته کړې: ((سږ کال له کندهاره د ۱۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۳۶ زره ټنه وچه مېوه، د ۱۶،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ۷۳ زره ټنه لنده مېوه، د ۱۷،۷ میلیونو ډالرو په ارزښت اووه زره ټنه طبي بوټي، د ۳،۷ میلیونو ډالرو په ارزښت شپږ زره ټنه حبوبات، د دوو میلیونو ډالرو په ارزښت وړۍ، پشمي تار، د څارویو پوستکي او قیمتي ډبرې بهر ته صادر شوي دي.))