جمعه, جولای 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

اولاد په زړه خوږ په خوله تریخ نه؛ بلکې په خوله هم باید خوږ وي!

حمیدالله حمیدي

اپریل 1, 2019
in ژوند
0 0

له ډېرو خلکو مې اورېدلي چې وایي، اولاد په زړه خوږ په خوله تریخ؛ خو زما په اند دا خبره په هېڅ ډول په منطق برابره نه ده. مینه هغه ده چې اظهار شي. پټه مینه یو اړخیزه پاتې کېږي او هېڅکله سړی کومې پایلې ته نه شي رسولی. که ميندې او پلرونه له خپلو اولادونو سره مینه ونه کړي، په ژوند به خپل اولادونه یتیمان کړي.

کېدای شي په اوسنۍ موډرنه نړۍ کې لا هم ډېری کسان په دې اند وي، چې د اولاد روزنه یوازې د مور پر غاړه ده او پلار مجبور دی، چې کورني لګښتونه پر غاړه واخلي او پوره یې کړي، خو څېړنو ثابته کړې چې د اولادونو په روزنه کې د پلار ونډه داسې څه نه ده، چې له پامه وغورځول شي. په دغه مطلب کې د اولاد په روزنه کې د مور او پلار پر ونډې بحث کوو.

موږ او تاسو درې ډوله میندې او پلرونه لرو چې په لاندې ډول دي:

۱- په لومړۍ ډله کې هغه میندې او پلرونه راځي، چې له خپلو ماشومانو سره کمه مینه کوي، خو برعکس ډېر یې تر څار لاندې نیولي وي، ورځنۍ چارې یې څاري او تنبه کوي یې.

۲- په دویمه ډله کې هغه والدین راځي، چې په دواړو برخو کې یې توازن ساتلی وي. مانا دا چې هم د خپلو اولادونو ورځنۍ چارې څاري، هم مینه ورکوي او هم یې زړونه ساتي.

۳- په درېیمه ډله کې بیا هغه میندې او پلرونه راځي، چې تر ډېره یې خپل ماشومان نازولي اموخته کړي وي. ورځنۍ چارې یې نه څاري، روزنې ته یې پاملرنه نه کوي؛ خو برعکس یې په مینه کې دومره افراط کړی وي، چې له سره یې پر اولادونو خبره اثر نه کوي، چې دغه ډول کړنې د ماشوم راتلونکی له ګواښ سره مخ کولی شي.

څه ډول چې ټولو ته جوته ده، پلار او مور دواړه د اولاد په سالمه روزنه کې مهم رول لري. میندې تر ډېره د خپل ماشوم د خوراک او څښاک په برخه کې بوختې وي، خو پلار بیا خپلې کورنۍ ته په روزۍ پیدا کولو بوخت وي او کله چې کور ته ځي، خپل ډېر وخت له اولادونو سره ساعت تېرۍ او لوبو ته ورکوي. څېړنو ثابته کړې چې ماشوم ډېر پر دې خوشاله وي، چې له خپلو پلرونو سره لوبې وکړي او هاخوا دېخوا ورسره وګرځي، خو کله چې خپه او غمجن وي، نو بیا خپلې مور ته پناه ور وړي. په دې وروستیو کې یوې څېړنې په ګوته کړې چې ۹۵ سلنه ځوانان هغه که نارینه وي او یا هم ښځینه، تر ډېره هڅه کوي چې د خپلو بریالیو همزولو په څېر وي، خو که له هغوی وپوښتل شي چې غواړي په راتلونکي کې څه وي، خپل مور او پلار یې د ځان لپاره الګو یا مخ بېلګه ټاکلي وي، چې دغه څه د اولاد او والدینو تر منځ نه جلا کېدونکې اړیکه په ګوته کوي.

پلار هم باید د اولادونو پام ځان ته واړوي

پلار ته پکار ده چې له زوی او لور سره د مینې توپیر ونه کړي. څه چې د خپل زوی لپاره خوښوي، لور ته یې هم باید خوښ کړي. په کومه کچه چې له زوی سره مینه کوي، لور ته یې هم باید هغه ډول مینه ورکړي. زموږ په سنتي ټولنه کې هغه اولادونه چې له ۱۶ کلنۍ پورته شي، تر ډېره یې د راز او نیاز کس خپله مور وي. دوی په پوره ډاډ او زړورتیا سره خپل رازونه له مور سره شریکوي او دوی له خپلو میندو سره پر هغه څه خبرې کوي، چې له پلار سره یې نه شي کولی، خو که له اولادونو سره څه ډول چې لازمه ده هسې چلند وشي او له ماشومتوب څخه تر ځوانۍ پورې ور سره یو ډول مینه وشي، کېدای شي مور او پلار دواړه اولاد ته د یوه نږدې ملګري په څېر و اوسي او راز و نیاز ور سره وکړي.

کله چې اولادونه له خپل پلار سره د مینې د اظهارولو لپاره په کوم کار لاس پورې کوي، پلار اړ دی چې مناسب ځواب ورته ولري، څو یې د خپل اولاد زړه لاس ته راوړی وي. د کلماتو رول هم ډېر مهم دی. ځینې پلرونه نه غواړي چې خپله مینه او احساسات له خپل اولاد، په تېره له زامنو سره شریک کړي، چې دا خپله د زوی او پلار تر منځ کرکې ته لمن وهي او د وخت په تېرېدو سره زیاتوالی مومي.

کله چې اولادونه لویږي، بیا نو په اسانۍ سره نه شي کولی خپله مینه پلار ته ښکاره کړي، خو کولی شي له اوسنیو امکاناتو ګټه واخلي. د بېلګې په توګه، خپل پلار ته د ایمېل له لارې داسې یوه سندره واستوي چې پکې د پلار ستاینه شوې وي او په یو ډول خپله مینه ورته ثابته کړي. په دغه واړه څېز هم ستاسو پلرونه له کچې زیات خوشالېږي. کېدای شي تاسو ته دغه څه ارزښت ونه لري، خو پلرونو ته ډېر ارزښت لري.

د خاوند او مېرمنې اړیکه هم پر اولادونو اغېز کوي

څومره چې د مېړه او مېرمنې تر منځ اړیکه سمه وي، په هماغه کچه پر اولادونو هم مثبت اغېز کوي او روښانه راتلونکی به ولري. دا سمه ده چې د مېړه او مېرمنې تر منځ کله ناکله لفظي شخړې او د نظر اختلاف پیدا کېږي، خو دا بیا د دوی په پوهې پورې اړه لري، چې څه ډول د خپلو اولادونو په مخ کې اداب مراعات کړي. همدا ده چې اولادونه زده کوي چې څه ډول په راتلونکي کې په مخ کې پرتې ستونزې حل کړي او له ورځنیو چارو سره جوړجاړی وکړي.

دغه ډول، څومره چې د خاوند او مېرمنې تر منځ اړیکې خرابې وي، په هماغه کچه پر اولادونو منفي اغېز کوي او راتلونکی یې روښانه نه لیدل کېږي. د پلار عمر هم له اولادونو سره د مینې، لوبو او روزنې په برخه کې توپیر کوي. تر ډېره هغه پلرونه چې لا یې د ځوانۍ باغ تازه وي، خپلو اولادونو ته رسېدلی شي او مینه ور سره کوي، ورځنۍ چارې یې څاري او له خپلو اولادونو څخه وخت پر وخت ځان خبروي، خو کله چې د پلار عمر پخېږي او د اولادونو شمېر یې زیاتېږي، بیا یې دومره د زړه زور نه وي. اولادونه هم تر ډېره په دې وخت کې زړه نه ښه کوي چې پلار یې د ځوانۍ چمونه ورته وکړي.

Share36Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026

په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

جولای 24, 2026

انټونیو ګوټرېش: ډیپلوماسي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای یوازینۍ لار ده

جولای 24, 2026

پاکستان کې؛ د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In