د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي، ډېر ژر به حیرتان بندر د افغانستان او چین ترمنځ په وصلېدونکي پل بدل شي او له همدې لارې به چین ته د افغانستان لومړنۍ تجارتي محموله صادره شي. د یاد وزارت ویاند سمیر رسا ددې لارې پر اهمیت د ټینګار تر څنګ زیاته کړه، ژر به له همدې لارې د چین او افغانستان ترمنځ راکړه ورکړه پیل شي. هغه ویلي افغان حکومت هڅه کوي چې پر پاکستان خپله تکیه راکمه کړي نو په همدې نیت یې د بدیلو لارو پر پیدا کولو تمرکز ډېر کړی دی. نوموړي دغه راز زیاته کړې، افغانستان په دې وروستیو کې د هوایي دهلیزونو له لارې هم له ډېریو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پیل کړې دي او په ډېر کم وخت کې به دا لاره هم د افغانستان د صادراتو پر مخ پرانیستل شي.