جمعه, جولای 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

خوشحاله خلک څه ډول عادات لري؟

ژباړه: امان الله«حنیفي»

اپریل 2, 2019
in ژوند
0 0

حتماً تاسې هم له دې پېښې سره مخ شوی یاست، چې په یوه مجلس کې مو تر نورو زیاته توجه خوشحاله او خندېدونکي کس ته اوښتې. همدا وخت هغه کس ستاسې په نظر مهربان، باجرئته او بریالی دی؛ ځکه خو تر نورو خوشحاله دی. کېدای شي همدا شېبه تاسې دا فکر کړی وي، چې ولې تاسې د هغه په څېر خوشحاله نه یاستی.

که د خوشحاله کسانو له ډلې نه یاستی او له دې سره مینه لری، چې د خوشحاله ژوند لپاره مو په کړو وړو او فکر کې بدلون راولی، دغو ټکو ته چې موږ یې په دې مقاله کې درته ذکر کوو، پوره توجه وکړئ!

ټول غواړي چې خوشحاله و اوسي، خو څومره توانېدلي چې خپلې دې غوښتنې ته ورسېږي؟ نویو څېړنو ښودلې چې د ژوند د امکاناتو له مخې، په نړۍ کې د پرمختللو هېوادونو له هرو دریو وګړو یو یې خوشحاله دی. که تاسې خپله خوشحاله نه وی، شاوخوا ته مو یو خوشحاله ژوند لرونکی کس حتماً شته. په دې اړه له ځان سره فکر وکړئ، چې څومره تاسې دغه کسان ستایی او ولې یې ستایی؟ په ډېر دقت د هغوی افکارو او کړو وړو ته توجه وکړئ، څو له هغوی څخه په الهام اخیستو تاسې هم وکولای شی د خپلې خوښې وړ ژوند ته ورسېږی.

موږ دلته درته د همدغه خوشحاله کسانو عادتونه ښیو:

۱-هغوی ښه کسان دي

خوشحاله کسان تل مهربانه او زړه سواندي وي. هغوی چې له هرې ډلې او ټولي سره یوځای شي، مینه ورسره کوي او له هغوی سره ښه وخت تېروي. مانا دا چې هغوی خاکساره، مینه ناک، وفادار او له نورو سره مرسته کوونکي وي. هغوی کینه ناک نه دي او نه هم له نورو سره په حسد او کینه کولو وخت تېروي. هغوی ډېره زیاته حوصله لري او په ډېرې راحتۍ سره خپل کارونه مخکې بیايي. همدغه ځانګړنې کېدای شي د هغوی د خوشحالۍ اصلي ریښې وي.

۲- هغوی رښتيني کسان دي

رښتينې خوشحالې هېڅکله له دروغ سره نه وي. هغه کسان چې ځان ته دروغ وايي، تر ځان بیا نورو ته ډېر دروغ وايي او همغه وې چې بیا یې له ناوړه پایلو څخه په عذاب وي. د رښتیني اوسېدلو لپاره ښه پيل ذهني اګاهي ده. مانا دا چې خوشحال کسان تر هرچا لومړی خپل ځان ښه پېژني او د ځان له رښتینې پېژندنې څخه کومه وېره نه لري.

هغوی تل رښتیني وي، هېڅ وخت هم د ځان ښوودنې او یا خپلې اصلي څېرې د پټولو لپاره هڅه نه کوي. هغوی څنګه چې دي، هغسې ځان ښيي. که نیمګړتیا ولري، ژر یې د حل لپاره کار کوي او که اضافي وخت پيداکړي، د کاروبار  د لا ښه والي په اړه فکر کوي.

کله چې ځان ته اجازه ورکړی، چې څنګه یاستی، هغسې و اوسی، ژونددرته ورځ تر بلې اسانه کېږي. دا وخت خپلې ستونزې، تېروتنې، ناسمه غوره شوې لار او بې انګېزې موخې ښې پېژندلی شی.

۳- هغوی  د همکارۍ روحیه لري

خوشحاله خلک نه یوازې دا چې پر خلکو یې واک چلول نه خوښېږي، بلکې لوړ موقفونه یې هم نه خوښېږي. هغوی یوازې فردي بریا نه خوښوي او نه د دې لپاره هڅه کوي، چې یوازې دوی د بریا ته ورسېږي، بلکې له نورو سره هم مرسته کوي، څو خپلې موخې ته ورسېږي.

لیدلي به مو وي، کله چې یو لوبغاړی په سیالۍ کې بریا خپلوي، لومړی له هغه چا منننه کوي، چې له هغه سره یې په دې لار کې مرسته کړې وي او هڅولی یې وي. دا کړنه یو ځانګړی رمز لري، هغه دا چې هېڅوک په یوازې ځان نه شي کولای چې خپلو موخو ته ورسېږي او ټول هغه امتیازونه لاسته راوړي، چې د یو کس له وسه وتلې خبره وي.

هغه کسان چې زحمت باسي او له بریا خوند اخلي، دخپلې بریا خوند له نورو سره شریکوي او له ژوند نه خوند اخلي.

۴- هغوی خوږه موسکا لري

له ځان او نورو سره د موسکا پر اغېز څومره پوه یاستی؟ د خوشحاله خلکو له ښو ځانګړنو یوه دا ده، چې هغوی تل په خوله خوږه موسکا لري. ټول کولای شي موسکا وکړي، خو خوشحاله کسان بیا په ټولې انرژۍ او توان سره موسکا کوي.

۵- هغوی په اوس وخت کې ژوند کوي

د وخت هر شېبې ته ارزښت ورکول د خوشحالۍ یوه اساسي ريښه ده. که  په اوس وخت کې ژوند کول دومره اسانه وي، نو ولې بیا خلک د تېر په اړه دومره فکر کوي؟

خوشحاله کسان له خپل موقف څخه خوښ وي. هغوی په اوس وخت له هغه څه چې پېښېږي، پوره اګاهي لري او په اړه یې مثبت فکر کوي. دغه کړنه هغوی ته اجازه ورکوي، چې د نورو په خلاف چې خپل ټول وخت په اندېښنه کې تېروي، له خپلو ورځنیو چارو څخه راضي وي او خوند ترې اخلي. که یې چارې سمې مخ ته نه ځي، علت یې پیداکوي او د حل لپاره یې کار کوي.

اخري خبره

د خوشحاله اوسېدو لپاره د لارې طی کول او له خپلو چارو خوښ اوسېدل، اسانه کار نه دی. دغه کار ډېرې خاکسارۍ او زحمت ایستو ته اړتیا لري، چې هر انسان یې په طبیعي ډول نه لري. خوشحاله کسان د ځینو ځانګړو دلایلو له امله محبوب او بریالي وي. هرڅوک چې د هغوی په څېر خوږه موسکا وکړي، بریا ته په غځېدلې لار به یې مزل پيل کړی وي.

له خوشحاله کسانو په لنډ ډول دغه ځانګړنې زده کړئ: خوشحاله کسان نه غواړي چې له نورو سره کینه وکړي او یا نور له دوی سره کینه وکړي. هغوي خوښوي چې خپله بریا له نورو سره شریکه کړي او هغه انګېزه چې دوی له خپل کاروبار څخه اخیستې، له نورو سره شریکه کړي.

همدغه خوشحاله کسان په عین وخت کې نورو ته الګو ګرځي او تل د دې په لټه کې وي، چې نوي څه زده کړي.

همدغه ځانګړنې دي چې موږ له هغوی سره بې کچې مینه لرو. که له خوشحاله او بریالي کس سره اړیکه لری، دا اړیکه مو ټینګه وساتئ او له هغه د ښه ژوند کولو تمثیل زده کړئ.

 

Share36Tweet10Share4

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026

په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

جولای 24, 2026

انټونیو ګوټرېش: ډیپلوماسي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای یوازینۍ لار ده

جولای 24, 2026

پاکستان کې؛ د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In