د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د برېښنا د يوې نوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوې، چې په بشپړېدو سره به یې ١٢ زره کورونه له برېښنا برخمن شي.
د يادې شبکې د پرانيستو په مراسمو کې د هلمند د برېښنا رييس نصرالله قانع ويلي، چې په ګرشک ولسوالۍ کې د برېښنا د دې نوې شبکې په فعاليدو سره، به د برېښنا د توليد کچه له ٣،٣ کيلوواټو، شلو کيلوواټو ته لوړه شي.
په یاده غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا غړي ګل اغا مسلم ويلي، چې يوه ډله بايد وګومارل شي، څو د دې پروژې د چارو او کيفيت له ښه والي څارنه وکړي.
په ورته وخت کې د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکې د یادې پروژې له بشپړېدو هرکلی کوي او وايي چې د دوی ډېرې ستونزې به ورسره حل شي.