د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د ۲۰۰۷ کال په پرتله تر دې دمه افغانستان ته د سیمنټو په صادراتو کې ۵۴ سلنه کموالی راغلی دی. سرچینه زیاتوي چې یوازې د تېر کال په پرتله د سمینټو په صادراتو کې ۲۷ سلنه کموالی راغلی دی. ویل کېږي چې افغانستان ته د پاکستاني سمینټو په صادراتو کې ځکه کموالی راغلی، چې افغان حکومت له ځینو نورو ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ لارې خلاصې کړې دي. دمګړی تر ډېره ایراني سمنټ افغانستان ته وارېدېږي او همدا راز په افغانستان کې د ننه هم د سیمنټو تولید مخ پر غوړېدو دی.