د ترکیې هېواد یوې خیریه ټولنې په کندهار کې له یو شمېر سیلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده. سیمه ییز چارواکي وایي، د دې خیریه ټولنې مرستې په شاوخوا ۱۱۰ اړمنو کورنیو ویشل شوې دي. په افغانستان کي د ترکيې هيواد د ټیکا ادارې استازي ریجا کلینج وويل، چي هیواد او خلګ يې چمتو دي ترڅو هر وخت د اړتيا په صورت کي د افغانانو او په ځانګړي ډول له کندهاريانو سره مرستي وکړي، هغه زياته کړې، هېواد به یې دغه ډول مرستو ته دوام ورکړي او له سيلاب ځپلو کورنيو سره به په نورو برخو کي هم پام وړ همکارۍ وکړي.