د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې پرون، د ۵۵ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو کار پیل شوی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب ازادي ویلي، چې د نویو ښوونځیو د ودانیو پر جوړولو سربېره، په ۲۶ ښوونځیو کې د څښلو د اوبو څاګانې هم کېندل کېږي.
د نوموړي په خبره، د دې پروژې لګښت ۳۲۸ میلیونه افغانۍ دی، چې د کلیوالي پیوستون د پروګرام له خوا ورکول کېږي.
په یاد ولایت کې دغه اقدام په داسې حال کې کېږي، چې د دغه ولایت له ۳۰۷ ښوونځیو څخه ۱۱۴يې ودانۍ نه لري. د دغه ولایت د چارواکو په خبره، د دغو ودانیو په جوړولو سره به د یادو ښوونځیو د زده کوونکو ستونزې راکمې او د زده کړو لپاره به یو مناسب چاپېریال ورته رامنځ ته شي.