پرون د ولسمشر غني په مشرۍ امنيتي غونډې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال لپاره امنیتي پلان تصویب کړی، چې پکې د خالد په نوم پراخ عملیات هم شامل دي. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه غونډه کې چې د امنیتي سکټور رهبرۍ هم پکې حضور درلود، د دغه پلان پر جزیاتو مفصل بحثونه شوي دي. سرچینه کاږي چې دا پلان په ټول هېواد په ځانګړې توګه د ښارونو او لویو لارو د امنیتي وضعیت د ښه والي، د دښمن د ځپلو، له ګواښ سره مخ سیمو د پېژندلو، د ټاکنو د امنیت، د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د ځواکونو د سم سمبالښت په موخه تطبیق او عملي کېږي.
د افغان حکومت له دریځه ښکاري چې لا هم تر سولې ورته جګړه لومړیتوب لري. له همدې امله پر جګړه ټینګار کوي. د دغو عملیاتو تر اعلان وړاندې، د دفاع سرپرست وزیر طالبانو ته سخت ګواښونه کړي وو او د کورنیو چارو سرپرست بیا پولیسو ته امر کړی و، چې طالبان ووژني او رحم پرې ونه کړي. له دغه اعلان وړاندې حکومت شپنیو عملیاتو او بریدونو ته زور ورکړی، چې طالبانو ته د زیان تر څنګ یې ملکي وګړو ته هم پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.
حکومت له دې امله پر جګړه ټینګار نه کوي، چې غښتلی دی، یا طالبان ماتولی شي او یا هم تر پخوا ښه جګړه کولی شي. ښکاره ده چې حکومت تر پخوا کمزوری دی، ښایي په راتلونکو جګړو کې د پراخې مرګ ژوبلې تر څنګ نورې سیمې هم له لاسه ورکړي. هېڅ داسې څه نشته چې پر اساس دې یې وویل شي، چې حکومت پیاوړی شوی او طالبان ماتولی یا کمزوري کولی شي. دا چې له دې ښکاره حقیقت سره سره حکومت پر جګړه ټینګار کوي، لامل یې د سولې روانې خبرې دي. د سولې په دغو خبرو کې حکومت نشته او خبرو ته د ورګډېدو لپاره یې شوې هڅې هم بې پایلې دي. له همدې امله یې ان له امریکا سره اړیکې خرابې شوې دي. یوازې د حمدالله محب خبرې نه دي، بلکې د ولسمشر او نورو چارواکو په خبرو کې هم له امریکا ګیلې ښکاري. دوی ونه شو کولی چې د سولې روانې خبرې ودروي او پر دې هم بریالي نه شول، چې حکومت د یو اړخ په توګه پکې ور ګډ کړي، نو ځکه فکر کوي چې یوازې همدا یوه لاره شته چې پر جګړه ټینګار وشي.
حکومتي چارواکي د تل په څېر یو ځل بیا ناسمه محاسبه کوي. دوی د عملیاتو په اعلانولو سره نه د سولې د روانې پروسې پر وړاندې خنډ جوړولی شي او نه هم دا هغه لاره ده چې دوی پرې له طالبانو سره خبرو ته کښېنولی شي.
حکومت دې د سولې په خبرو کې د ګډون او پر امریکا د فشار لپاره نورې لارې وګوري. پر ناکامو او هغو لارو تګ چې پکې د افغانانو لا زیاتې وینې تویږي، نه د حکومت په ګټه دي او نه به هم د افغانستان خلک دې خونړۍ لوبې ته نوره اجازه ورکړي.