(خبرې مه کوئ عمل وکړئ) کتاب تازه پښتو ته ژباړل شوی دی. د کتاب لیکوال په نړۍ کې مشهور ویناوال او د مدیریت د لارو چارو متخصص برایان ټریسي دی. د دغه کتاب پښتو ژباړه سولې وردګ کړې، چې همدا پښتو بڼه یې ټولټال ۷۶ مخونه لري.
ټریسي لسګونه کتابونه لیکلي، چې له نېکهمرغه پښتو ته یې د لسو په شاوخوا کې ژباړل شوي دي. نوموړی په نړۍ کې د انګېزې اخیستو، پر ځان باور پيدا کولو او پلان جوړولو تر ټولو ښه لارښود پېژندل شوی دی.
ټریسي نه یوازې دا چې خلکو ته د کتابونو له لارې مشورې ورکوي، بلکې په زرهاوو کسانو ته په ژوندۍ بڼه هم په یادو برخو کې سیمینارونه ورکوي.
ټریسي تر انګېزې، باور او پلان وروسته پر عمل ټینګار کوي. هغه وايي، موږ هغه څه نه یو چې په اړه یې فکر کوو، بلکې هغه څه یو چې په عمل کې یې کوو. ټریسي وايي، هغه وړتیاوې او استعدادونه چې یو انسان یې لري، تر هغه ډېر او پیاوړي دي، چې انسان په یوه پېړۍ کې ترې کار اخلي. تاسې ټول همدا اوس کافي هوښ او وړتیا لری، چې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره پرې اړین موضوعات زده کړی. ټریسي وايي، د هغه څه لپاره چې غواړی واوسئ، هېڅ راز محدودیت نشته، خو په دې شرط چې د همغه غوښتنې لپاره په ذهن کې شته ایډیا عملي کړی.
ټریسي وايي، کلونه وړاندې مې له یو چا وپوښتل، ولې ځینې کسان د نورو په پرتله ډېر بریالي وي؟ د ډېرو خلکو په څېر زه هم له دغه ځوابه حیران شوم، خو ځواب یې ډېر اسانه دی. ستاسې بریالیتوب ستاسې د کړنو په اساس او د هغه په سرعت او قدرت پورې تړلی دی؛ نه د هغه څه په اساس چې وایئ او هیله یې لری او یا یې په اړه هیله مند یاستی او یا د دې هوډ لری چې په راتلونکي کې به یې تر سره کړی. ستاسې بریالیتوب په هغه کار پورې تړلی دی، چې همدا اوس یې سرته رسوی.
نوموړی وايي، ستاسې کړنې ستاسې تګلوری ټاکي، ستاسې خبرې، هیلې او نیت مهم نه دي، یوازې ستاسې عمل مهم دی. ستاسې کړنې ګړۍ په ګړۍ، دقیقه په دقیقه تاسې او شاوخوا وګړو ته ښيي چې تاسې څوک یاستی او په رښتیا اوسنی شخصیت او موقف مو د هغو انتخابونو پایله ده، کوم مو چې مخکې ټاکلي دي. نه شی کولای چې تېر ته مو بدلون ورکړی، خو راتلونکي ته مو بدلون ورکولای شی او دا څه یوازې په عمل سره ثابتولی شی.
ستاسې ۹۵ سلنه مثبت او منفي کارونه ستاسې د عادتونو پر اساس ترسره کېږي. د خپلې خوښې وړ راتلونکې جوړول؛ د نویو عادتونو روزل دي. مانا دا، هغه څه چې تاسې یې په ذهن کې لری، په عمل کې یې هم وښيئ.
په ټوله کې دغه کتاب درته وايي، نور د بهانو له جزیرې رابهر شئ! نور بهانې لټول بس دي او نور په دې جزیره کې ورځې مه تېروئ. د هغه څه لپاره لاس په کار شی، چې زړه مو غواړي. عمل کول تر هغه څه اسانه دي، چې کوی یې نه؛ خو سخت ترې ځورېږی.
مینه وال کولای شي دغه کتاب په اکسوس او د ښار په نورو لویو کتابپلورنځیو کې په مناسب قېمت ترلاسه کړي.