د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین مولوي حسامالدین صابري د ساره مدن چلیک شرکت له رئیس مولوي سینان، ترکر ارسلان او د ایدیف خیریه بنسټ له استازي او مل پلاوي سره کتلي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، په دې کتنه کې ترکي لوري د افغانستان د معدني سرچینو په برخه کې د پانګونې او د معدني موادو د پروسس د یوې معیاري فابریکې د جوړولو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده. مولوي حسامالدین صابري د کانونو په سکټور کې د پانګونې هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې وزارت به د نافذه قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې له پانګهوالو سره اړینې همکارۍ وکړي.





































