په افغانستان کې د امریکایي پوځ د قول اردو د انجینري څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې به هلمند کې د ۱۱۴ کیلومترو په اوږدوالي د برېښنا مزو غځولو پروژه پیل کړي. خبرپاڼه کې راغلي، دا پروژه به د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې په مرسته سږکال پیل شي. د قول اردو د انجینرۍ د څانګې رییس ډګروال جسن کیلي وايي، د دې پروژې هدف افغانانو ته د ډاډ وړ بریښنا برابرول دي. سرچینه کاږي چې ددې پروژې په ترڅ کې به د تنګي، کجکي او د سنګین ولسوالۍ شمالي او جنوبي برخو ته د بریښنا مزي وغځول شي. سرچینه وایي د دې پروژې تطبیق به درې کاله وخت ونیسي.