د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې رییس سید کریم هاشمي، په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي، د ایران–افغانستان د ګډې خونې رییس محمود سیادت او د هغوی له مل پلاوي سره کتلي دي. د یادې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د پانګونې د ودې او د اقتصادي راکړې ورکړې د کچې د لوړولو په اړه خبرې شوې دي. په خبرپاڼه کې د بیکدلي له قوله ویل شوي چې افغانستان ته د ایران د سوداګریز پلاوي سفر د دې هېواد د جدي لېوالتیا او ارادې ښکارندوی دی چې له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ پراخې کړي. هغه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ پر دوامداره تعامل هم ټینګار کړی دی. د ایران–افغانستان د ګډې خونې رییس هم له افغانستان څخه غوښتي چې د ایراني پلاوي او افغان اقتصادي فعالانو ترمنځ د خبرو اترو او سوداګریزو ناستو د جوړېدو لپاره زمینه برابره کړي. همدارنګه دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، ایران ته د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د همکاریو د اسانتیاوو پر رامنځته کېدو او د شته اقتصادي ظرفیتونو پر ګټې اخیستنې ټینګار کړی او ګډې همکارۍ یې د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمې او اړینې بللې دي.





































