د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، سوېډن د افغانستان بشري صندوق ته ۲۸ میلیونه سوېډني کرونه، چې نږدې ۲.۹۹ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته کړې ده. اوچا پر خپلې اېکس پاڼې د دغې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا مالي ملاتړ به بشري مرستندویو بنسټونو ته زمینه برابره کړي څو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بېړنیو اړتیاوو ته چټک ځواب ووایي. د یاد بنسټ په وینا، دغه مرسته به د هغو بشري شریکانو وړتیا پیاوړې کړي چې د بحرانونو په لومړۍ کرښه کې فعالیت کوي، ترڅو د ناڅاپي پېښو او بېړنیو حالاتو پر مهال اړمنو خلکو ته پر وخت مرستې ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم له بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی او میلیونونه وګړي د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري





































