د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدو میلیونونه اړمن افغانان له ستونزو سره مخ کړي او د دې وضعیت تر ټولو دروند اغېز پر مېرمنو او ماشومانو پرېوځي. د دغې ادارې د افغانستان د څانګې مشر، جان ایلیف، ویلي چې د مرستو کمښت د بشري اړتیاوو د پوره کولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. نوموړي زیاته کړې: «مرسته کوونکو له افغانستان څخه مخ اړولی او د دې کار اصلي منفي اغېز پر ښځو او ماشومانو شوی، چې دا یو خواشینوونکی وضعیت دی.» ایلیف همداراز د ۲۰۲۱ کال هغو ژمنو ته اشاره کړې چې نړیوالې ټولنې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره کړې وې او ویلي یې دي چې اوس ګڼې افغان ښځې پوښتنه کوي چې د نړیوالې ټولنې هغه ژمنې او ملاتړ چېرته تللي دي.





































