د کانونو او پټرولیم وزارت د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان د استخراج تړون له نظري رحیمي او خان وزیري شرکتونو سره لاسلیک کړ. د یاد وزارت په وینا، د دغه کان ټولیز مساحت ۸۵ مربع کیلومتره دی، چې د ۴۳۸ میلیونه او ۹۶۱ زره او ۶۲۶ افغانیو په پانګونې او ۲۰ سلنه امتیاز سره به تر کار لاندې ونیول شي. د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري ویلي، دا تړون د ۳۰ کلونو لپاره شوی او قراردادي شرکتونه مکلف دي چې ټولې چارې د نافذه قوانینو، د کانونو د کړنلارې او خپلو ژمنو له مخې پرمخ یوسي. نوموړي زیاته کړې چې د تړون له مخې به د کان ټول استخراج شوي مواد په بشپړه توګه د هېواد دننه پروسس کېږي، چې د کورنیو صنعتونو د ودې او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې به مهم رول ولري.





































