د پنجشېر ځایي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د ۴.۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۳۰ پراختیايي پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې دي. د پنجشېر والي، حافظ محمد آغا حکیم، د ډاکار مؤسسې له مسوولینو سره په کتنه کې د دغو پروژو د پلي کېدو لپاره د سیمهییزې ادارې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او دا یې د ولایت د پراختیا، ابادۍ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره مهم ګام بللی دی. بلخوا، د ډاکار مؤسسې ولایتي مسوول ویلي چې د دغو پروژو له پیل سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي او د سیمې اقتصادي وضعیت به ورسره ښه شي. د چارواکو په وینا، په یادو پروژو کې د سړکونو، کرنیزو کانالونو، د څښاک اوبو شبکو، چکډېمونو او کوچنیو برېښناکوټونو جوړول شامل دي، چې عملي چارې به یې له اړینو تخنیکي چمتووالي وروسته پیل شي.





































