د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د حصارک په سیمه کې د شنه ګرانایټ ډبرې کان د استخراج چارې پیل شوې دي. د خوست د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي صادق جان حمزه ویلي، چې دغه کان د دوو کلونو لپاره د سیمې خلکو ته سپارل شوی او د عوایدو ۹۰ سلنه برخه به د سیمې اوسېدونکو او ۱۰ سلنه به د دولت بودجې ته ځانګړې کېږي. د نوموړي په وینا، د کان استخراج به په شاوخوا دوه جریبه ځمکه کې د لاسي وسایلو په مرسته ترسره شي او د سیمې خلکو ته به د کار فرصتونه هم برابر کړي. چارواکي وایي، دا مهال په خوست کې د کرومایټو او ساختماني موادو په ګډون د ۱۸ کانونو د استخراج چارې روانې دي، چې سلګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.





































