د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) ویلي، چې افغان ماشومان به د اندونیزیا له لوري د مرستې په توګه د ورکړل شویو بډایه شویو بیسکویټونو څخه د دغه سازمان د پروګرامونو له لارې ګټه پورته کړي. یاد سازمان په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې اندونیزیا د بډایه شویو بیسکویټونو یوه محموله ورته سپارلې ده. د خوړو نړیوال پروګرام په خبره په ښوونځیو کې د خوړو وېش د زدهکوونکو د زدهکړو د هڅونې ترڅنګ د هغوی د روغتیايي او تغذیوي وضعیت په ښه والي کې هم مهم رول لري. یاد سازمان زیاته کړې چې دغه غني شوي بیسکویټونه به د ښوونځیو د تغذیې پروګرام له لارې ماشومانو ته ووېشل شي. د خوړو نړیوال پروګرام د اندونیزیا له سفارت او د بهرنیو چارو وزارت څخه مننه کړې او دا مرسته یې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره یو مهم ګام بللی دی





































