په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو او د استراخان د «شمال–سویل» نړیوال ترانسپورتي دهلېز د فورم له مسؤلینو سره جلا جلا لیدنې کړې دي. په دغو لیدنو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او ترانسپورتي همکاریو، د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو او د کرنې، انرژۍ، صنعت، ترانسپورټ او لوژستیک په برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. روسي لوري د افغانستان چارواکو او سوداګرو ته د استراخان د «شمال–سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه هم ورکړې او دواړو لورو په سیمهییزو ترانسپورتي دهلېزونو کې د افغانستان د فعال حضور او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.






































