د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانسپورټي همکاریو او مهمو زېربنایي پروژو په اړه خبرې کړې دي. د ټولګټو وزارت د مالوماتو له مخې، ملا محمد عیسی ثاني ویلي، افغانستان او ترکمنستان لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري او افغانستان د ترکمنستان له دوامداره همکاریو مننه کوي. په دې کتنه کې د اقینې – اندخوی د ۱۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د جوړولو، د تورغونډۍ بندر د پراختیا، د نویو تاسیساتو د جوړولو، د روانو پروژو د پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د انتقالاتو د زیاتوالي په اړه هم خبرې شوې دي.






































