په ننګرهار ولایت کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. په دې نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو شاوخوا ۱۰۰ صنعتکارانو خپل تولیدات نندارې ته اېښي دي. د نندارتون موخه کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه او د کورني صنعت پیاوړتیا بلل شوې ده. ګډونوال وایي، دا ډول نندارتونونه د تولیداتو په پېژندنه او د پلور په زیاتوالي کې مهم رول لري. ځایي چارواکو صنعتکارانو او پانګوالو ته د هر ډول همکاریو او اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.






































