د افغانستان بانک سبا د سې شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي. یاد بانک نن پر خپله اېکسپاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو پر شرایطو له برابرو شرکتونو غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. سرچینې لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي. د سرچینې په حواله، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.






































