د پنجشېر ځايي مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی. د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون وایي چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۳ زره ۹۵ قيراطه زمرد د ۲ میلیونه ۱۱۹ زره افغانیو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. نوموړي زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي. په ورته وخت کې د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري وايي، چې د کانونو قانوني استخراج پراختیا د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړې، د عوایدو په زیاتوالي کې یې مرسته کړې او د ولایت د اقتصادي ځان بساینې بهیر یې پیاوړی کړی دی.






































