صنعتکارانو او یو شمېر هېوادوالو د ا.ا له لوري د نوي مالیاتي تخفیفونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا اقدام به د تولید، پانګونې او اقتصادي ودې لپاره مثبتې پایلې ولري. صنعتکاران وایي، دغه پرېکړه د تولیدوونکو د ستونزو په کمولو، د پانګهوالو د لېوالتیا په زیاتېدو او د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي. دوی همداراز د تولیدي لګښتونو د راکمولو، برېښنا او خامو موادو ته د اسانه لاسرسي او له کورنیو تولیداتو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه کړې ده. بلخوا، یو شمېر هېوادوال هیله څرګندوي چې یاد مالیاتي تخفیفونه به د بازار وضعیت ښه کړي، د تولیدوونکو ملاتړ به پیاوړی کړي او پر خلکو به اقتصادي فشار راکم کړي. د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت د تېرې یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ا.ا د رهبر د لارښوونې له مخې، د سوداګرۍ د ملاتړ او پر خلکو د مالي فشار د کمولو په موخه نوي مالیاتي تخفیفونه نافذ شوي دي.






































