د پروان ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په سیاهګرد، شیخ علي، جبلالسراج او کوه صافي ولسوالیو کې د اوبو رسولو ۱۴ شبکې د ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، دغه پروژې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پلې شوې دي. د یادو پروژو په بشپړېدو سره ۲ زره او ۴۳۴ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.






































