د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ملا عبدالله بشیر په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بېګدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو د معیاري کولو پر اهمیت ټینګار کړی. په دې ناسته کې دواړو لورو د معیارونو د رعایت، د تخنیکي تجربو د شریکولو او د تخصصي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې. د ایران سفیر ویلي، د دغه هېواد د معیار اداره چمتو ده چې له افغانستان سره د معیار جوړونې، تخنیکي تجربو د لېږد او اړوندو برخو کې همکارۍ پراخې کړي.






































