د بلخ ځایي چارواکي وایي، چې د مزارشریف ښار د کارته نورخدا سیمې د یوه سړک د قیر کولو چارې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د مزارشریف ښاروالۍ مرستیال، مولوي عنایتالله خالد، ویلي چې یاد سړک ۱۳۵۰ متره اوږدوالی او ۱۴ متره پلنوالی لري او ټاکل شوې ده د قیر کولو چارې یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي. د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دغې پروژې له پیل څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سړک د خاموالي له امله به په اوړي کې د دوړو او د بارانونو پر مهال د خټو له ستونزو سره مخ وو، خو د پروژې په بشپړېدو سره به دا ستونزې هوارې شي.






































