د برېښنا شرکت رییس وایي، تر راتلونکو دوو اوونیو پورې به د کاسا زر پروې ودانیزې چارې پیل شي. د یاد شرکت رییس امان الله غالب ویلي چې د دغې پروژې ودانیزې چارې به هممهاله د هېواد په دریولایتونو کې پر مخ لاړې شي او تر راتلوونکو دوه نیمو کلونو پورې به پای ته ورسېږي. د هغه په خبره ددې پروژې ودانیزې چارې یې دوو هندي شرکتونو ته سپارلې دي. ګټې اخیستنې ته د کاسا زر پروژې په سپارل کېدو سره د پنځلسو کلونو لپاره په کال کې له قرغیزستان او تاجکستان نه یو زر او ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي.