د هرات سیمهییز چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۱.۱۲۳ میلیون ډالرو په ارزښت له ۱,۲۸۰ ټنو ډېر د څارویو پوستکي او کولمې بهر ته صادرې شوې دي. د چارواکو په وینا، دا صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله نږدې اووه برابره زیات شوي دي. دغه حیواني محصولات ایران، امریکا، هند، ترکیې، اتریش او لبنان ته صادر شوي دي. صادروونکي وايي، د پروسس او ساتنې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله اړ دي خپل محصولات په ټیټه بیه بهر ته واستوي. دوی د څرمنو د پروسس او تولیدي فابریکو د جوړېدو غوښتنه کوي.






































