د جاپاني رسنیو د راپور له مخې، د جاپان د کاماکورا ښار په «ګالري انیشي» کې د افغانستان د دودیزو لاسي اوبدل شویو غالیو نندارتون پرانیستل شوی دی. د راپور له مخې، د «جیکو نو اتلیه نیګاتا» نندارتونځای، چې د «سانپوشا» شرکت له خوا اداره کېږي، د افغانستان د لاسي غالیو دغه ګرځنده نندارتون د جاپان په بېلابېلو ښارونو کې نندارې ته وړاندې کوي. د یاد شرکت استازو ویلي چې غواړي د افغان غالیو له لارې خلک د افغان کډوالو د وضعیت په اړه فکر کولو ته وهڅوي. د راپور له مخې، د غالیو د پلور د عوایدو یوه برخه د افغان کډوالو ماشومانو د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې او د نندارتون پر مهال د مرستو د راټولولو لپاره ځانګړي بکسونه هم ایښودل شوي دي.






































