د پنجشېر ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د قیمتي ډبرو د کانونو د استخراج له پراخېدو سره شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. د پنجشېر د والي ویاند، سیفالدین لټون، ویلي چې دا مهال شاوخوا زر تنه د قیمتي ډبرو، په ځانګړي ډول د زمردو، د پېر او پلور په برخه کې په مستقیم ډول فعالیت کوي او د مزایدو او د کابل او بهرنیو بازارونو له لارې عاید ترلاسه کوي. د هغه په وینا، تر اوسه په پنجشېر کې د ۱۶ ډوله کانونو سروې شوې او د زمردو، بېروج او یو شمېر نورو قیمتي منرالونو استخراج په عملي ډول روان دی. لټون زیاته کړې چې اوس مهال شاوخوا ۱۵ زره کسان، چې ډېری یې د پنجشېر اوسېدونکي دي، د کانونو د استخراج په برخه کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول په کار بوخت دي او د دوی له ډلې شاوخوا ۴۰ سلنه هره میاشت له ۶ زرو تر ۱۰ زرو افغانیو پورې معاش ترلاسه کوي.






































