د افغانستان بانک ویلي، چې سږ کال یې د هېواد په کچه د ۲ میلیاردو او ۵۴۱ میلیونو او ۶۴۵ زرو افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه راټول او سوځولي دي. دغه بانک ویلي، په همدې موده کې د پیسو د ټولیز ګردښت ارزښت ۴۰۹ میلیاردو افغانیو ته رسېدلی دی. د افغانستان بانک د دغو بانکنوټونو د سوځولو موخه په بازار کې د نغدو پیسو ښه مدیریت او د افغانیو د اعتبار ساتل بللي دي. تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک ویلي وو چې د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټول شوي د څه باندې ۱ میلیارد او ۱۴۱ میلیونو افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه یې په بلخ کې له منځه وړي دي.






































