د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د اذان ناوې په سیمه کې د هلمند پر سیند د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو چارې پیل شوې دي. د راپور له مخې، دغه پروژه د ټولګټو وزارت له پرمختیايي بودجې تمویلېږي او ټاکل شوې چې د دوو کلونو په موده کې بشپړه شي. د هلمند د ټولګټو چارو ریاست د کار او ساختمان امر، انجنیر ګل احمد ویاړ، ویلي چې دغه پل به ۲۸۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی ولري. د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د هلمند د ټولګټو چارو رییس، د کجکي او سنګین ولسوالانو، د اړوندو ادارو مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.






































