د کونړ ولایت ځايي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د اسعداباد ښاروالۍ له لوري د ۱۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.
د راپور له مخې، د کونړ ښاروال، مولوي رحمتالله شهامت، ویلي چې په دغو پروژو کې د ۱.۸۵ کیلومتره پلو لارو اساسي جوړول او د ۸۰۰ مترو سړک قیر کول شامل دي، چې د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې تمویلېږي. د نوموړي پ وینا، د دغو پروژو د پلي کېدو پر مهال به ۲۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او ټاکل شوې چې چارې یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.





























