د ښه ملګري درلودل په ژوند کې تر ټولو ښه تجربه ده. د لرغوني یونان مشهور فیلسوف ارسطو وایي، ښه ملګری په بدن کې د روح په څېر دی. خو ایا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی، ټول هغه کسان چې د ملګرو په لېست کې مو دي، په ټوله مانا د یوه ښه ملګري صفتونه لري او که نه؟ په دې اړه مو هم فکر کړی، چې کوم ملګری به مو د مرګ تر ورځې پورې در سره وي؟ موږ ډېری دا عادت لرو چې کله رانه یوه تېروتنه کېږي، ځان ځوروو او خپه وو. په داسې وختونو کې یو ښه ملګری کولی شي زموږ ناسم قضاوته مسیر ور بدل کړي او زموږ په اړه زموږ فکر له مثبتې زاویې وارزوي. که فکر کوی چې له ځانه مو بد راځي، یو ښه ملګری کولی شي داسې احساس درکړي، چې له ځان سره مینه وکړی. کله چې موږ له ځان سره مینه کوو، هغه ده چې بیا له نورو سره مینه کول او ښه رویه کول راته اسانه کېږي. ډېر کله موږ داسې کړنې تر سره کوو، چې فکر کوو، ښه کار کوو. خو که ښه ملګری ولری، دا درته په ګوته کوي چې څه ډول او پر کوم لوري روان یاست. ښه دوست د تېروتنې د ښودلو پر مهال د حسادت له مخې درسر چلند نه کوي، بلکې له ورایه یې په خبرو کې صداقت، رښتینولي او اخلاص ښکاري.