سي جي ټي اېن د روان کال له جون تر جولای پورې د اسیا په شپږو هېوادونو( اندونيزيا، ماليزيا، تايلنډ، ويتنام، فليپين او سینګاپور) کې سروې ترسره کړې او د چين د جنوبي سمندرګي په اړه یې ۲۶۶۴ کسان پوښتلي دي.
د سروې اکثرو ګډونوالو ويلي، د چين په جنوبي سمندرګي کې د سیمې له هېوادونو پرته د لویو قدرتونو مداخله به دغه مسئله نوره هم جنجالي کړي او باید په سوله یېزو او خپلواکو لارو حل شي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي پدې وروستيو کې د چين او اسيان د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه کې د چين د جنوبي سمندرګي په اړه اصلي دريځ څرګند کړی دی.
نوموړي ويلي، چين او د اسيان هېوادونه دا بصیرت او وړتيا لري، چې د جنوبي سمندرګي مسئله ښه حل کړي او سوله، ثبات، همکارۍ او دوستي د دې موضوع اصلي ارزښتونه وګرځوي.
د يادې سروې ٪ ۸۴.۶ ګډونوال پدې باور دي، چې د چين د جنوبي سمندرګي مسئله باید د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د سوله يېزو خبرو او مشورو له لارې حل شي.
د سروې ٪ ۷۴.۴ ګډونوال په دې اند دي، چې د جنوبي سمندرګي مسئله کې د بهرنیو لویو قدرتونو دوامداره مداخله به سیمه يېز کړکیچونه نور هم زیات کړي او د نړيوالې سوداګرۍ او انرژۍ امنیت ته به ګواښونه پېښ کړي.





























