د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جولای په ۲۳مې نېټې په يوې خبري ناسته کې خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ نږدې ۶۰٪ زياتوالی د خصوصي سکتور له لوري شوی او د بهرنيو تصديو او دولتي تصديو وارداتو او صادراتو کې لسګونه سلنه زياتوالی راغلی دی.
د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين موټر د نړۍ څه باندې ۲۱۰ هېوادونو او سيمو ته صادر شوي او د صادراتو ارزښت يې ۶۳۵ ميليارډه او ۸۲۰ ميليونه يوانو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې د ورته شمېر په پرتله ٪ ۴۸.۳ زياتوالی ښيي. په دې کې د نوې انرژۍ د موټرو صادرات ۳۶۰ ميليارډه او ۶۸۰ ميليونه يوانو ته رسېدلي، چې دا د تېر کال د همدې مودې د ورته شمېر په پرتله ٪ ۶۸.۷ زیاتوالی ښيي.





























