د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جولای په ۲۳مې نېټې په يوې ناستې کې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه هېواد د سوداګريزو چارو په اړه معلومات ورکړي دي.
د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنيو پانګو ادارې مشرې منګ هواتينګ په دغې ناستې کې د چين او امريکا د سوداګرۍ په اړه د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو مشورتي ډلې د دوه اړخيزې سوداګريزې شورا د چوکاټ، دندې او چلند ماډل په شمول پر مشخصو ترتيباتو نظرونه تبادله کوي او د هغو چارو پر بحثونو بوختې دي، چې د ۳۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په اندازه د تعرفو د کمولو بالمثل چوکاټ جوړ کړي.
نوموړې زياته کړې، دواړه لوري به نږدې اړيکې وساتي او ژر به د مشخصو توليداتو د تعرفو د ټيټولو ترتيبات تاييد کړي او د عمل جامې به ور واغوندي.





























