په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایدون وایي، دا ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې پر کانونو پانګونه وکړي. هغه ویلي اوسمهال د افغانستان په ډېری برخو کې طبیعي زېرمي په غیر قانوني توګه استخراجېږي چې دا چاره د افغانستان اقتصاد ته سخته ضربه رسوي او په راتلونکي کې به بیکاري لا پراخه کړي. نوموړي زیاته کړې ددې کانونو غیر قانوني استخراج دغه راز د غیر مسوولو وسله والو او ترهګرو ډلو د پیاوړتیا سبب کېږي چې باید ورته جدي توجه وشي. هغه دا خبرې نن په ارګ کې د افغانستان د کانونو ملي کنفرانس ته په وینا کې کړې دي.