د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق (UN STFA) ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې یې د ۲ زره او ۶۵۶ افغان ښځو د کاروبارونو د پراختیا او عایداتي فعالیتونو د پیل ملاتړ کړی دی. دغه بنسټ په اېکس پاڼه لیکلي، د دې پروګرام له لارې ښځو ته روزنې، اړین وسایل او نورې سرچینې برابرې شوې، څو خپل اقتصادي فعالیتونه پیاوړي او د عاید فرصتونه رامنځته کړي. د خبرپاڼې له مخې، د دې ملاتړ په پایله کې یو شمېر ښځو خپل کوچني کاروبارونه پیل یا پراخ کړي او د خپلو کورنیو لپاره یې د عاید سرچینې برابرې کړې دي.





























