د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د هرات ولایت په زندهجان ولسوالۍ کې د ۱۴۳ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه د سمنټو د یوې فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد وزارت په وینا، دغه فابریکه به په یوه شپه او ورځ کې د ۳ زره ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري. چارواکي وایي، د دې پروژې موخه د کورني تولید زیاتول، د سمنټو وارداتو ته د اړتیا کمول او د هېواد د صنعتي سکتور پیاوړتیا ده.





























