د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې د څه پاسه ۳۵ ميليونو افغانيو په لګښت، د دريو پلونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
د دغه ولايت د کلیو بيارغونې او پراختیا رييس، انجنير اول خان احمدزي ویلي، چې د دغو پلونو له جوړېدو سره به ښار ته د دغه ولايت د شپږو ولسواليو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي .
هغه زياته کړې پر دغو دریو واړو پلونو ۳۵ میلیونه او ٥٠٠ زره افغانۍ لګښت راځي، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا، کلیو ته د لارو جوړولو برنامې له بودجې څخه ورکول کېږي .
د احمدزي په خبره، د دغو پلونو پر جوړېدو سربېره چې مرکز پلخمري ته پر غځېدلې لار به د خلکو ستونزې راکمې شي؛ تر شپږو میاشتو پورې به د ورځې ۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.