د چين مېډيا ګروپ خبریالې په دې وروستیو کې د سلواکیا له ولسمشر پیټر پیلګریني سره ځانګړې مرکه وکړه. دا د هغه لومړی ځل دی، چې د ولسمشر په توګه له چين څخه رسمي ليدنه کوي.
پیټر پیلګریني د يادې ځانګړې مرکې پر مهال ويلي، چې چين د رئيس شي جین پینګ تر مشرۍ لاندې د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړې او ياد يې کړی، چې د چیني شکله عصري کېدو د پرمختګ په برخه کې د چين وړتیا د زده کړې وړ ده.
اوس د چين پر وړاندې د اروپايي ټولنې سوداګریز خنډونه لا نور زيات شوي. په دې اړه پیلګریني ټینګار کړی، چې اختلافات باید د خبرو او مشورو له لارې حل شي. هغه ويلي، چې د چين پر وړاندې د اروپايي ټولنې تګلارې بايد لا نورې مثبتې او منطقي لوري ته بدلې شي او له چيني شرکتونو څخه يې هرکلی څرګند کړی، چې په سلواکیا کې پانګونه کوي.
پیلګریني ويلي، چې هېواد یې له چین سره ستراتیژیکو همکاريزو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هیله يې ښودلې، چې دواړه خواوې د سوداګرۍ، مصنوعي ځيرکتيا او روباټ په برخو کې لا نورې زياتې همکاريزې لاسته راوړنې ترلاسه کړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته هر اړخیزې ګټې ورسوي.





























