د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام(یو این ډي پي) وايي، د افغانستان ۷۵ سلنه کورنۍ د خوړو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو په ګډون د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي او د ډېری افغانانو اقتصادي وضعیت خورا نازک دی. یاد بنسټ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، ډېری افغانان د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وړتیا نه لري او مرستو ته اړتیا لري. د یو این ډي پي د وروستي راپور له مخې، دغه سازمان د خپلو شریکانو په همکارۍ هڅه کوي له پنځه میلیونو څخه ډېرو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي. د یاد بنسټ په وینا، مرستو کې هغو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې تر ټولو ډېرې اړتیاوې لري.





























