د چين د سوداګرۍ وزارت په شمول اړوندو څانګو د اګست په پنځمې نېټې د دغه هېواد په مقابل کې د امريکا د مخابراتو فدرالي کمېټې او د کورني امنيت وزارت د منفي تدبیرونو پر وړاندې د ځوابي اقداماتو اعلان وکړ. د چين د سوداګرۍ وزارت ویاند ويلي چې د امريکا کړنې د دواړو هېوادونو د مشرانو له مهمو او ګډو نظريو څخه سخته سرغړونه ده او د چين حقه حقونو ته يې زيانونه رسولي دي. نو چين دې ته مجبور شوی چې د امريکا پر وړاندې متقابل اقدمات وکړي. په ورته وخت کې چين هم پر امريکا غږ کړی چې سمدلاسه ياد تدبیرونه لغوه کړي او خپلې ناسمې کړنې ودروي، د دوستانه مشورو او همکاريو له لارې د دواړو خواوو د نظريو توپيرونه لرې کړي او د چين او امريکا د رغنده ستراتيژيکو ثابتو اړيکو د ساتنې لپاره ګډې هڅې وکړي.
د تېر کال د اکتوبر په پای کې د کوريا جمهوريت په بوسان کې د چین او امريکا د مشرانو له ملاقاتو راهيسې د امريکا د مخابراتو فدرالي کمېټې په پر له پسې توګه د دولتي امنيت مفهوم پراخ کړی او بيا بيا يې پر چین د محدودیت تدبيرونه خپاره کړي او د روان کال د جولای په پای کې يې د مخکښو روبوټونو او د برېښنايي تجهيزاتو پر وارداتو د محدوديت تدبیرونه هم نيولي دي. دغه راز د امريکا د کورني امنيت وزارت هم په عين وخت کې څه باندې څلوېښت چينايي تصدۍ د تش په نوم د اويغوري قوي وګړو د اجباري کارونو په تور ليست کې شامل کړي او له دې لارې يې په اقتصادي چارو کې پر چين فشارونه اچولي دي. شنونکي وايي چې د امريکا د دغو کړنو موخه پر چين د فشارونو د اچولو له لارې د امريکايي ګټو لټون دي او د چین پر پرمختګ د امريکا د ځينو سياستوالو د ستراتيژيکې اندېښنې ښکارندويي کوي.
چین تل متقابل درناوی، په سوله کې ګډ ژوند او ګټې- ګټې همکارۍ له امريکا سره د ښه چلند سمه لاره بولي. د امريکا د ناوړو فشارونو او يو اړخيزې بادارۍ پر وړاندې چين اړ شوی چې پر وړاندې يې متقابل اقدامات وکړي. د چين ځوابي اقدامات دقيق او اغېزمن دي.
د چین او امريکا ترمنځ د ستراتيژیک ثبات د رغنده اړيکو د ساتنې کليدي برخه د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو او ګډو نظرونو پلي کول دي. تاريخ ته په کتو چين او امريکا که څه هم په دوه اړخيزو اړیکو کې له ستونزو سره مخ شوي خو عمومي ثبات يې ساتلی دی چې دا يو اسانه کار نه دی. د روان کال په مې کې د دواړو هېوادونو مشرانو د بېجينګ په ملاقاتو کې د دواړو خواوو د ستراتيژيک ثبات رغنده اړیکې ټاکلې او په راتلونکو درېيو کلونو او حتی په لا اوږده موده کې يې د دوه اړخيزو اړيکو ستراتيژیکه لارښوونه کړې ده. نړيوال هم له دې امله د دغو اړيکو عمومي ثبات ته سترګې په لاره دي. خو امريکا يادې کړنې د دواړو هېوادونو له مهمو او ګډو نظريو څخه سرغړونه ده، د دواړو هېوادونو په اقتصادي او سوداګريزو همکاريو کې رامنځته شويو ښو نښه نښانو او د نړۍ صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو ثبات ته زیانونه رسولي دي. امريکا بايد د اوسنيو ستونزو د ليرې کولو په پار واقعي اقدامات ونيسي، د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې او ګډې نظريې بايد ښې پلې کړي او د يوه لوی هېواد په توګه بايد خپل مسؤليت پر غاړه واخلي.
د يادو اړيکو ساتنه د سيالۍ په اړه سمو نظرونو ته اړتيا لري.
چین او امریکا د دوو لويو هېوادونو په توګه يو له بل سره سيالي کوي چې دا عادي کار دی. خو مهمه دا ده چې سيالي د دغو اړيکو منځپانګه نه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ سيالي باید د متقابلو لوريو پر تصديو او صنايعو د محدوديت پر ځای د اړوندو قواعدو سره سم تر سره شي.
د چين او امریکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړيکو طبيعت د ګډو ګټو پر بنسټ ګډ برياليتوب دی او د اختلافونو او توپیرونو پر وړاندې مساوي سلامشورې يوازينۍ سمه لاره ده.
چين او امریکا يو د بل همکاران او دوستان وګرځېدلی شي او همداسې بايد وکړي.































