د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، اکبر رستمي ویلي، چې په غور کې د ۵۰ هکټاره څړځایونو د رغونې چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند پرون ازادي راډیو ته ویلي، چې د کرنې وزارت د پروګرام له مخې، د غور د کرنې ریاست باید د څړځایونو تخریب شوې ساحې په نښه او بېرته یې د بیارغونې چارې پيل کړي.
د نوموړي په خبره، ټاکل شوې چې په دغو څړځایونو کې د څارويو لپاره رشقه وکرل شي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت مالداران د کرنې وزارت له یاد پروګرام څخه هرکلی کوي او وايي، څړځایونه چې د دوی د څارویو لپاره حیاتي ارزښت لري؛ په بیا رغولو سره به یې ددوی ستونزې راکمې او د څارویو محوصلات به یې د پخوا په پرتله ډېر شي.