د چين د دولت رئيس شي جین پینګ د”رڼې اوبه او شنه غرونه ارزښتمنه شتمني ده “ مفکوره د اقتصادي پرمختګ او چاپېریال ساتنې ترمنځ د ظاهري تضاد د حل په موخه یو مهم او نوی فکري لید وړاندې کوي. د دې مفکورې اساسي ارزښت په دې کې دی، چې طبیعت یوازې د اقتصادي ودې خنډ نه ګڼي، بلکې خپله یې یوه ستره اقتصادي، ټولنیزه او راتلونکې شتمني بولي. په بل عبارت، د پرمختګ موخه باید دا نه وي چې د نن ورځې اقتصادي ګټې لپاره طبیعي سرچینې قرباني شي؛ بلکې داسې پرمختګ باید رامنځته شي چې اقتصاد، د خلکو هوساینه او د چاپېریال ساتنه یو د بل ملاتړ وکړي. د ۲۰۰۵ کال د اګست په ۱۵مه د چین د ځه جیانګ ولایت د انجي ولسوالۍ په یو څون کلي کې د دغې مفکورې مطرح کېدل یو مهم فکري بدلون و. دغه لید وروسته له نظریې څخه په عملي تګلارو بدل شو او دا پیغام یې پیاوړی کړ، چې پاک چاپېریال یوازې د ساتنې وړ میراث نه دی، بلکې د اقتصادي ودې سرچینه هم کېدای شي. د يادو سيمو د پرمختګ تجربه ښيي، چې د طبیعي چاپېریال بیا رغونه کولای شي د سیاحت، زرغونو صنعتونو، پاکې انرژۍ، دوامدارې کرنې، نوښت او کارموندنې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي. له همدې امله، د دې مفکورې ژوره معنا له «اقتصاد یا چاپېریال» څخه د «اقتصاد او چاپېریال» پر لور د پرمختګ په فلسفه کې بدلون دی.
د ۲۰۲۶ کال د اګست ۱۵مه دوهګونی ځانګړی ارزښت لري؛ له یوې خوا پر همدې ورځ ۲۱ کاله پوره کېږي، چې دغه مهمه مفکوره د لومړي ځل لپاره د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له لوري مطرح شوه او له بلې خوا، چین به دا ورځ د څلورم ځل لپاره د «ملي ایکولوژیکې ورځې» په توګه ونمانځي. د دې ورځې ټاکل په خپله دا څرګندوي، چې چاپېریال ساتنه په چین کې یوازې د یوې ادارې یا یوې لنډمهالې تګلارې موضوع نه ده، بلکې د اوږدمهاله پرمختګ له تصور سره تړلې ده. له همدې امله، د اګست ۱۵مه یوازې د یوې ورځې د نمانځنې فرصت نه دی؛ بلکې د دې لپاره هم یو مناسب وخت دی، چې نړۍ یو ځل بیا پر دې پوښتنې غور وکړي، چې اقتصادي پرمختګ څنګه داسې تعریف شي، څو د خلکو ژوند ښه کړي او په عین وخت کې راتلونکو نسلونو ته پاکې او شنې ځمکې، رڼې اوبه او سالم چاپېریال پرېږدي. زما په باور، د دې مفکورې نړیوال ارزښت نن تر بل هر وخت ډېر دی. نړۍ له اقلیمي بدلون، د حیاتي تنوع له کمېدو، د اوبو او انرژۍ له ستونزو، د ځمکې له تخریب او د دوامداره پرمختګ له اړتیا سره مخ ده. البته، هر هېواد باید دغه اصل د خپلو اقتصادي، جغرافیایي، ټولنیزو او اقلیمي شرایطو له مخې عملي کړي؛ خو بنسټیز پیغام یې نړیوال دی: طبیعي شتمني باید د لنډمهاله اقتصادي ودې قرباني نه شي، بلکې د علم، ټکنالوژۍ، نوښت او شنو صنعتونو له لارې باید په دوامدارې هوساینې بدله شي.
که د”رڼې اوبه او شنه غرونه ارزښتمنه شتمني ده “مفکوره د عملي پایلو له زاویې وڅېړو، د چین په چاپېریال ساتنه کې وروستۍ لاسته راوړنې د پام وړ دي. د ۲۰۲۵ کال د رسمي معلوماتو له مخې، د ښارونو د دوو اعشاریه پنځه مایکرو ذراتو منځنۍ کچه ۲۸ مایکروګرامه پر مکعب متره ته راټیټه شوې، چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۴.۴ سلنه کموالی ښيي. په همدې کال کې د هوا د کیفیت له معیارونو سره برابر ښارونو شمېر ۲۴۶ ته رسېدلی او د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې د ښارونو د دغو ذراتو کچه په ټولیز ډول ۲۰ سلنه راکمه شوې ده. د سطحي اوبو د لومړۍ تر درېیمې درجې د کیفیت کچه ۹۱.۴ سلنې ته رسېدلې، د ځنګلونو پوښښ ۲۵.۰۹ سلنې ته لوړ شوی او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د هېواد په کچه د شاوخوا ۸.۴۷ میلیونه هېکټاره ځمکې د شنه کولو چارې بشپړې شوې دي. دا شمېرې ښيي چې زرغون پرمختګ په چین کې یوازې یوه مفکوره نه ده پاتې شوې، بلکې په پالیسیو، عملي پروګرامونو، ټکنالوژۍ او اندازه کېدونکو پایلو بدله شوې ده. د چین او پاکستان د همکارۍ په برخه کې د کاروټ د اوبو برېښناکوټ هم د دې مفکورې یوه مهمه بېلګه ده. د چینايي پانګونې او همکارۍ له لارې د پاکستان د جهلم پر سیند جوړ شوی دغه ۷۲۰ مېګاواټه برېښناکوټ په ۲۰۲۲ کال کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پاکستان د رسمي معلوماتو له مخې، د دې پروژې د جوړولو پر مهال ۴۸۷۰ کاري فرصتونه رامنځته شوي دي. د پروژې د بشپړ فعالیت په ترڅ کې د کال په منځني ډول شاوخوا ۳.۲ میلیارده کیلوواټه ساعت برېښنا تولیدېږي، چې د میلیونونو خلکو د برېښنا اړتیا پوره کولو کې مرسته کوي.
د کاروټ پروژه ځکه د رئيس شي جين پینګ له يادې مفکورې سره ځانګړې اړیکه لري چې د برېښنا د تولید ترڅنګ د حیاتي تنوع او طبیعي چاپېریال د ساتنې لپاره هم ځانګړي تدابیر پکې په پام کې نیول شوي دي. د پروژې لپاره د طبیعي ژویو د ساتنې د مدیریت پلان جوړ شوی، چې د سیند د طبیعي اوبو د بهیر، د اوبو د ناڅاپي بدلونونو د اغېزو او د طبیعي سیمو د حیاتي تنوع د ساتنې موضوعات پکې شامل دي. په دې توګه، پروژه یوازې د انرژۍ د تولید او اقتصادي فعالیت موضوع نه ده؛ بلکې هڅه شوې چې د زیربناوو له جوړولو سره د طبیعي چاپېریال د اغېزو د کمولو مسله هم یوځای مدیریت شي. د دې بېلګې مهم پیغام دا دی، چې د انرژۍ د اړتیا پوره کول، اقتصادي وده او د چاپېریال ساتنه باید حتمي ډول یو د بل ضد اهداف ونه ګڼل شي. که د پروژې له لومړني پلان څخه د چاپېریال ساتنه، د طبیعي سرچینو مدیریت، د ځايي خلکو ګټې او د اوږدمهاله اقتصادي پایلو موضوعات په پام کې ونیول شي، نو زیربناوې کولای شي هم د اقتصادي پرمختګ وسیله وي او هم د زرغونې انرژۍ او چاپېریالي مسؤلیت د پیاوړتیا لامل شي. زما په اند، د چين دغه مفکوره د سراسري جنوب هېوادونو ته همدا مهم درس ورکوي، چې شین پرمختګ یوازې د چاپېریال ساتنې موضوع نه ده، بلکې د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو یوه لاره هم ده. افغانستان په دې برخه کې ځانګړی ظرفیت لري: پراخې لمریزې سرچینې، د اوبو او غرنیو سیمو ظرفیت، کرنیزې ځمکې، څړځایونه او طبیعي منظرې کولای شي د انرژۍ، کرنې، مالدارۍ، ګرځندوی او سیمه ییزې اقتصادي ودې بنسټ جوړ کړي.
افغانستان ته له دې مفکورې څخه یو روښانه پیغام دا دی، چې د انرژۍ په برخه کې باید یوازې د وارداتي برېښنا پر اتکا بسنه ونه شي، بلکې د هېواد له خپلو طبیعي ظرفیتونو څخه باید په دقیق ډول ګټه واخیستل شي. د لمریزې او بادي انرژۍ پراختیا، د کوچنیو اوبو برېښناکوټونو جوړول، د اوبو د زېرمه کولو او مدیریت ښه کول، په کرنه کې د اوبو سپما کوونکو طریقو پراخول او د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت لرونکو محصولاتو کارول هغه لارې دي، چې هم اقتصادي ګټه لري او هم د چاپېریال پر وړاندې د فشار د کمولو سبب کېږي. د اوبو، ځنګلونو، څړځایونو او غرونو ساتنه باید د اقتصادي پلان جوړونې له اصلي برخو څخه وګرځي، نه دا چې د اقتصادي پروژو له بشپړېدو وروسته ورته د یوې فرعي موضوع په سترګه وکتل شي. د سراسري جنوب لپاره بل مهم الهام دا دی، چې زرغون پرمختګ باید یوازې د چاپېریال ساتنې د ادارو موضوع ونه ګڼل شي، بلکې د اقتصاد، صنعت، انرژۍ، کرنې، ښار جوړونې، اوبو او کارموندنې ګډه تګلاره وي. افغانستان کولای شي د کوچنیو لمریزو اوبو پمپونو، لمریزې برېښنا، کوچنیو اوبو برېښناکوټونو، اقلیم سره برابرې کرنې، د طبیعي سیمو د ساتنې، د غرنیو سیمو د دوامدارې کارونې او چاپېریالساتونکي ګرځندوی په څېر برخو کې داسې اقتصادي فعالیتونه رامنځته کړي، چې په یو وخت کې عاید او کاري فرصتونه برابر کړي او هم طبیعي سرچینې خوندي وساتي.
د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره بله مهمه خبره دا ده چې زرغون پرمختګ باید د لوړو او پیچلو پروژو له مفهوم سره محدود نه شي. کله ناکله د یوه کلي لپاره د لمریزې برېښنا کوچنی سیستم، د اوبو د یوې سرچینې ساتنه، د اوبو سپما کوونکې کرنه، د یوې وچېدونکې ځمکې بیا زرغونول یا د یوې طبیعي سیمې ساتنه د خلکو پر ژوند تر یوې سترې او له مرکزه اداره کېدونکې پروژې ډېر مستقیم اغېز لرلای شي. همدا ډول کوچني، سیمهییز او د خلکو پر اړتیاوو ولاړ ګامونه کولای شي د زرغون اقتصاد بنسټ له ښکته څخه پورته جوړ کړي. په نړیواله کچه د”رڼې اوبه او شنه غرونه ارزښتمنه شتمني ده “ مفکورې تر ټولو مهم پیغام دا دی چې د پرمختګ او چاپېریال ترمنځ باید د انتخاب پوښتنه مطرح نه شي. اصلي پوښتنه باید دا وي چې څنګه اقتصادي وده داسې تنظیم کړو، څو طبیعي شتمنۍ پیاوړې کړي، د خلکو د ژوند کیفیت لوړ کړي او د راتلونکو نسلونو د پرمختګ امکانات کم نه کړي. د چین د تېرو دوو لسیزو تجربه ښيي چې کله چاپېریال د پرمختګ د خنډ پر ځای د اقتصادي شتمنۍ په توګه وکتل شي، نو د طبیعي سرچینو ساتنه او اقتصادي پرمختګ کولای شي یو د بل ملاتړ وکړي. زما په باور، د چین تجربه د افغانستان او نورو سراسري جنوب هېوادونو لپاره د یوه تیار ماډل د نقلولو غوښتنه نه کوي؛ اصلي درس یې دا دی چې هر هېواد باید د خپلو طبیعي، اقتصادي او ټولنیزو ځانګړتیاوو له مخې د زرغون پرمختګ خپله لاره ومومي. افغانستان ته د دې مفکورې تر ټولو لوی الهام دا کېدای شي چې خپل غرونه، اوبه، لمر، ځمکې او طبیعي منظرې یوازې د ساتنې وړ سرچینې ونه ګڼي، بلکې د راتلونکي اقتصادي پرمختګ پانګه یې وبولي. که طبیعي شتمني په ښه توګه وساتل شي او د علم، ټکنالوژۍ او مناسب مدیریت له لارې اقتصادي ارزښت پیدا کړي، نو د «پرمختګ یا چاپېریال» پر ځای به د «پرمختګ او چاپېریال» ګډه ګټه رامنځته شي؛ او همدا د چين د دولت رئيس شي جين پینګ مفکورې تر ټولو مهم نړیوال الهام دی.





























